د چین او امریکا ستراتیژیکې اړیکې

كتبهاعلي حسين باكير ، في 26 أغسطس 2007 الساعة: 12:57 م

 

البحث باللغة البشتونية

اقرأ النسخة العربية لبحثنا

   د چین او امریکا ستراتیژیکې اړیکې

                لیکوال - علی حسین باکير

                 ژباره - حمیدالله محمد شاه                      

  د چین اوروسيې د مخ پر وده اړیکو څارونکي کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حیرانتیا تر بریده زیاتیدونکی ستراتیژیک جوړجاړی وګوري. سیمه ییز او نړیوال ځواکونه دغه ډول اړیکې خپل اغیز ته ګواښ بولي. د دواړو لوریو تر منځ ګډه همکاري د یو شمېر مسلو پر سر راڅرخي، لکه : نظامي وسلې، د نړیوالو پېښو په اړه سیاسي او ډیپلوماتیک جوړجاړی، د څېړنې او پرمختګ په ډګر کې ګډه همکاري او پردې سربېره متبادله سوداګري.

 د چين او روسيې د اړيکو شاليد: 

د چین او شوروي اتحاد تر منځ ډیپلوماتیکې اړیکې په (۱۹۴۹ز) کې د اکتوبر پر دویمه رامنځ ته شوي، د (۱۹۹۱ز) په اګست کې شوروي اتحاد له منځه لاړ، دواړه  هېوادونه د (۱۹۹۱ز) په ډسمبر کې د خپلمنځي ستونزو د له منځه وړلو په پار خبرو ته چمتو شول او د ډیپلوماسۍ له لارې یې خپلې ستونزې هوارې کړې(۱).

له ۱۹۹۲ز څخه راوروسته د روسيې او چین اړیکې مخ په غوړیدو دي، کله چې د همدغه کال په ډسمبر کې د روسيې پخواني ولسمشر بوریس یلڅین له پکن څخه لیدنه کوله، ولسمشر  له لویدیځ او اسیا سره د اړیکو په رامنځته کولو کې، د روسيې په بهرني تګلار کې د متوازنو اړیکو پر ارزښت ټینګار وکړ، ځکه چې روسیه اروپايي_ اسياسي هېواد دی . د ۱۹۹۶ز په اپریل کې  دواړو هېوادونو د پکېن د کنفرانس له لارې  د پولو ستونزه د تل له پاره هواره کړه، او ستراتیژیکو همکاریو پړاو ته ورننوتل،  د ختیزو پولو تړون یې په ۱۹۹۱ز او د لویدیزو هغو یې په ۱۹۹۴ز کې سره لاسلیک کړل، د چین او روسيې په اړیکو کې یو شمیر ګډې خواوې په دې توګه دي:(۲).

۱- د امریکا د تګلارې په اړه د دواړو هېوادو ګډ دریځ، دنړۍ له یو قطبی کیدو سره مخالفت او د توغندیو د مخنیوي له پاره د دفاعي ډال د جوړولوهغه پروژه چې امریکا یې په دې پلمه رامنځته کوي، چې د سرکښه هېوادو لکه ایران، شمالي کوریا له احتمالي برید څخه ځان پرې  وژغوري. چین او روسیه په دې اند دي چې دا د نړیوال امنیت له پاره ګواښ دی او د وسلو د جوړونې سیالي رامنځته کوي، ځکه خو د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ د بالستیکي وسلواو نورو هغو د مخنیوي له تړون څخه ملاتړ کوي ،چې په ۱۹۷۲ز کې د دواړو هېوادو له لوري لاسلیک شوی .

۲- د نظامي ټیكنالوجۍ په ډګر کې یوله بل سره مرسته: چین د روسي وسلو تر ټولو ښه بازار دی او ۴۰٪ روسي وسلې صادروي، چین چې څومره وسله  واردوي ، ۷۰٪ یې له روسيې څخه وي.

۳- په منځنۍ اسیاکې د دواړو هېوادو تر منځ جوړجاړی ، تر څو په سیمه کې د اسلامي خوځښتونو، نشه يي توکو، د وسلو قاچاق او د ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو مخه ونیول شي، دا ټول به د شانګهای تړون له مخې تر سره کوي چې د قزاقستان، تاجکستان، قیرغیزستان تر څنګ روسيې او چین په ۱۹۹۶ز په اپریل کې لاسلیک کړي دي.

۴- دا باوري کول چې یو اړخ به هم د مقابل لوري په چارو کې لاسوهنه نه کوي، د سیمه ییز امن او یووالي درناوی به کوي. چین تل پردې ټینګار کړی چې د چیچن مسله د روسيې کورنۍ مسله ده او دمسکو په ځمکو پورې تړاو لري، همدارنګه روسيې تر اوسه له تایوان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي غځولي او تیبت د چین یوه نه جلا کیدونکې برخه شمېري، دواړه هېوادونه د بېلتون غوښتونکو پر وړاندې له یو بل سره دغه ډول مرسته کوي.

۵- د دواړو هېوادو تر منځ سوداګریزې اواقتصادي اړیکې مخ پر وده دي. په ۲۰۰۰ز کې د مسکو او پکېن تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۷میلیارده امریکایي ډالرو ته رسیدلې وه، له المان او امریکا راوروسته چین د روسيې دریم سوداګریز ملګری دی.

 د دواړو هېوادو تر منځ شته اسانتیاوې کولای شي چې په سوداګریز او اقتصادي ډګر کې لا نورې بریاوې تر لاسه کړي.

له پورتنيو خبرو څخه د روسيې اوچین تر منځ ستراتیژیک عمق څرګندېږي، چې یوازې امنیتي او نظامي اړخ پوري محدود نه دي، بلکې له اقتصادي اړخ وراخوا  نور اړخونه هم لري . د دواړو هېوادو مخ پروده اړیکې د ستراتیژیک ګډون تر بریده رسېدلي خو تر اوسه یې د نظامي ایتلاف کچه نه ده راخپله کړې، دواړو لوریو په څو مناسبتونو کې دغه ډول څرګندونې کړي او پردې ټینګار کوي چې د مسکو اوپکېن تر منځ ستراتیژیک ګډون بل هیڅ لوری نه په نښه کوي او یوازې د خپلوګډو ګټو غوښتنه ده چې سره یو ځای شوي دي.

په ۲۰۰۱ز کې د چین او روسيې تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون نوې بڼه خپله کړه، د دواړو اړخونو یو پر بل متبادل سیاسی باور لا پسې پوخ شو او د چارواکو لیدنې د پخوا په پرتله ډیرې شوې ، آن تردې چې چینایي ولسمشر (جیانګ بوینګ) له ولسمشر ( ولادیمیر پوتین) سره په یوه کال کې درې ځله ولیدل او شپږ ځلې یې په ټیلفون ورسره خبرې وکړې او هغه تړون ته یې قانونی بڼه ورکړه چې په ۲۰۰۱ز کې د دواړو هېوادو ولسمشرانو د ښه ګاونډيتوب او متبادلې همکارۍ پر بنسټ  لاسلیک کړی و.  همدارنګه یې د نسلونوتر منځ د تلپاتې ملګرتیا ګډو څرګندونو ته قانوني بڼه ورکړه چې په۲۰۰۱ز کال کې دواړو ولسمشرانو رامنځته کړې وې.

چینایی ولسمشر هوجین تاو په ۲۰۰۳ز کې د می له ۲۶ـ۲۸ پوري له مسکو څخه رسمي لیدنه وکړه. په دې وروستیو کې د دواړو هېوادو ترمنځ تجارتي ، ټیكنالوجۍ او اقتصادي مرستې ورځ په ورځ پراخېږی، د وخت په تېرېدو د کولتور، پوهنې او روزنې او د ساینس او ټیکنالوجې په ډګر کې د پام وړ مرستې زیاتې شوي.

پخوا چې کومو ستونزو ددغو مرستو مخه ډب کړې وه، هغه د پولو ستونزه وه،.چین او روسیه۴۳۷۰کیلومتره ګډې پولې لري، دواړو خواوو ۹۷٪ د پولو ستونزې د خبرو اترو له لارې چې څو کاله اوږدې هم شوې د نړیوال قانون له مخې په اوسنۍ بڼه حل کړي. په دې خبرو اترو کې د مناسبو سلا مشورو، پوهاوي او بښنې روحیه له ورایه معلومیده(۳).

د پولو ډیرې شخړې په رسمي توګه په (۲۰۰۱ز) کې هواري شوي او پاتې  نورې جنجالې هغه، د تل له پاره د (۲۰۰۵ز) په مې کې حل شوې . 

د پولو پر سر د راپورته شوي جنجال په اړه پوهاوي او حل ته رسیدل، د متبادلو سیاسي او سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو له پاره پیاوړی پېل دی ، چې د روسيې او چین تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د بنسټ بڼه لري. اوسمهال دواړه هېوادونه په نړیوال سیاست کې د ( څو قطبي نړۍ) پر ارزښت سره یوه خوله دي تر څو وتوانېږي، چې د امریکا په وړاندې ودرېږي. همدارنګه دواړه لوري د توغندیو د دفاع، تایوان، منځنۍاسیا او تشیال( فضاء) د موضوعاتو په اړه د ګډ دریځ او اړینې همکارۍ تر بریده سره نږدې شوي .

 

د چين او روسيې سياسي اړيکې:

۱- سیمه ییز ائتلاف:

چین او روسیه د داسې یو سیمه ییز سازمان د رامنځته کولو په هڅه کې دي چې وکولای شي ،سیمې ته د امریکا د راننوتو مخه ډب کړي، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې د پخواني شوروي اتحاد تر واک لاندې وې او د اتحاد له ړنګیدو وروسته وپاشل شوې. د همدې موخې په پار دواړو هېوادونو پردې لاس پورې کړی چې یو شمېر سیمه ییز سازمانونه رامنځته کړي او پخواني هغه بیا فعال کړي، ځینې مهم  یې په دې توګه دي :

v                      شانګهای سازمان: چین، روسیه، تاجکستان، قزاقستان او قرغیزستان یې غړیتوب لري، د چین په شانګهای نومې سیمه کې په ۱۹۹۶ز کې رامنځته شو، په ۲۰۰۱ز کې د ازبکستان په یو ځای کېدو یې لمن نوره هم پراخه شوه. د سازمان موخه د غړو هېوادو تر منځ همکاري او په نوبتي بڼه د مهمو موضوعاتو څېړل دي تر څو دغه موخې تر لاسه کړي:

۱- د شوروي اتحاد له ماتې وروسته د چین او منځنۍ اسیا د جمهوریتونو تر منځ د پولو بیا ټاکنه.

۲- د اقتصادي ودې په پار د بنسټپالنې، بېلتون غوښتونکو، ترهګرۍ او نورو ګډو ګواښونو مخنیوی.

۳- د کورنیو ناارامیو مخنیوی. دغه هېوادونه یا له اسلامي خوځښتونو سره لاس اوګریوان دي لکه تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان او ازبکستان او یا پکې د مسلمانو او نامسلمانو تر منځ تاوتریخوالی شته لکه روسیه او چین.

شانګهای سازمان په خپله وروستۍ ناسته کې چې تیر کال ترسره شوه، د امریکا تر غوږه دا ورتیره کړله چې له منځنۍ اسیا باید ټول بهرني ځواکونه ووځي او نوموړې سیمه باید له نظامي اډو څخه پاکه شي.

په دې وروستیو کې، یو شمېر لاملونو دواړه خواوې دې ته اړ وېستلې، چې پخپلو منځو کې ستراتیژیکې اړیکې رامنځته کړي او خپلې دوه اړخیزې هغه لاپسې پیاوړې کړي. په نړیوال سیاست کې ژور بدلون او د چینایي ستراتیژیکپوهانونظرونو، چینایي لوری دې ته اړ وېستلی، چې چین د امنیت د تګلار په اړه له سره غور وکړي او د دوی پر وړاندې پراته ګواښونه او غوراوي وڅېړي او په همدغه ترڅ کې داسې دوه اړخیزه اړیکې رامنځته کړي چې د یو ځواکمن ایتلاف لامل وګرځي ، په سیمه کې د امریکا د اغېز مخه ونېسي او د یوقطبي کېدو هڅې ډب کړي.

  د روسيې په نسبت، مسکو هڅه کوي چې خپل پخوانی برم بېرته تر لاسه کړي، په سیمه کې یې له ځواکمنو او پرمختللو هېوادو سره د ټکر پرځای د همکارۍ روحیه راخپله کړي په ځانګړې توګه له  چین سره. د یوڅو نورو ګډو او مهمو قضیو تر څنګ به کیدای شي همدا قوي لامل وي چې چین او روسیه یې د نوییمو کلونو په نیمایي کې د یو قوي ايتلاف رامنځته کولو ته چمتو کړل.

۱- د لوېدیزې روسيې پر سټېج د خوځنده ځمکنیو سیاسي او ستراتیژیکو ګواښونو شتون، په ختیځ کې د ناټو سازمان پراختیا، ددې تر څنګ د امریکا دا هڅې، چې په منځنۍ اسیا او دې ته ورڅېرمه سیموکې د روسيې اغېز کمزوری کړي، دغو هڅو د چین او روسيې هوډ لا پسې پیاوړی کړ چې په دغه سیمه کې نور هم سره نږدې شي، څو قطبي نړۍ ته نور هم را وبولي، او نوی سیاسي اقتصادي نظام رامنځته کړي.

۲- د امریکا د دفاعي توغندیو له پروژې  سره د چین او روسيې د مخالفت  تر څنګ امریکا  یوازینی هېواد دی چې   (ای،بي،ام) تړون یې نه دی لاسلیک کړی نوموړی تړون د بالستیکې وسلو د مخنیوي په موخه رامنځته شوی.

۳- چین او روسیه اندېښنه لري چې دوی ته په ورڅېرمه هېوادو کې اسلامي نفوذ او ځواک مخ په ډېرېدو دی ، پردې سربیره، په قفقاز، منځنۍ اسیا او د چین په لوېدیځ کې ملي او قومي خوځښتونو سر راپورته کړی.

۴- په چین کې د انرژۍ د مصرف په مقابل کې د روسيې د صادراتو وده هغه لامل دی چې دواړه خواوې باید دوه اړخیزه اړیکې رامنځته کړي.

۵- په نوو ازادو شوو هېوادو او نږدې سیمو کې د روسیې پوځ راکمول، د پخواني شوروي اتحاد د پېر له تګلارې څخه لاس اخیستل، له ګډو دفاعي تړونونو څخه تېرېدل او له هندوستان، ویتنام او شمالي کوریا سره د ملګرتیا او همکارۍ پاړکۍ(فصل) پرانیستل، د شوروي اتحاد پخواني وضعیت ته په کتنې اوس چین له روسي خوښ برېښي.

۶- د دواړو خواوو یو بل ته اړتیا. د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د روسيې زور اوبه شو، خو چین له اقتصادي اړخه په یوه پرمختللي هېواد بدلېږي. په ۲۰۰۲ز کې چین په نړۍ کې د بهرنۍ پانګو د راجذبولو لومړی مقام تر لاسه کړ.

د دواړو خواوو تر منځ پر ګډو قاسمونو سربېره، کله چې په ۲۰۰۰ز کې پوتین واک تر لاسه کړ، د دواړو هېوادو تر منځ ګډې اړیکې له ستونزو سره مخ شوې. داسې ویل کېدل چې نوموړی د لوېدیځ له اقتصاد، امنیت او سیاست سره خواخوږي لري، هڅه کوي چې له امریکا سره دوه اړخیزې پیاوړې اړیکې ولري. دغه ګونګسي د چین او روسيې په شریک لیدلورې خپل سیوری غوړولی و. هغه مهال د چینایي چارواکو تر منځ ولسمشر (هوجنتاو) د نورو چینایي مشرانو په څېر په روسیه کې زده کړې نه وې ترسره کړې اونه یې روسي ارزښتونه پیژندل او د نوی نسل استازیتوب یې کاوه، ځکه یې له اغېز څخه  لرې و، په سیمه کې له وروستیو بدلونونو راوروسته ډېر ژر دواړه خواوې د دوه اړخیزو اړیکو په رامنځته کولو سره راضي شول، په ځانګړې توګه هغه مهال کله چې امریکا د دوی د اغېز سیمو ته راننوته  افغانستان یې رالاندې کړ او منځنۍ اسیا او پاتې نورو اغېزمنو سیمو ته یې هم اشتها ښه كړه.(۵)

 له دې وروسته په ۲۰۰۱ز کې د چین او روسيې د لوړ پوړو چارواکو تر منځ لیدنې کتنې او ټیلفوني اړیکې زیاتې شوې . چینایی ولسمشر (یانګ زیمین) څو ځلې له خپل روسي سیال  (پوتین) سره ولیدل، بیا یې د همدې کال په جولای کې د چین او روسيې تر منځ د ښه ګاونډیتوب او همکارۍ تړون لاسلیک کړ، دغه ډول ګام د دواړو هېوادو تر منځ د اوږدمهالو اړیکو د پراختیا اصل رامنځته کړ، د تړون منځپانګه په دې توګه وه � د دواړو هېوادونو او ملتونو له یونسل څخه وبل هغه ته دملګرتیا لېږدول، او د تل له پاره ملګري پاتې کېدل� د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د غوړیدا له پاره دا یوه لارښوونکې وثیقه وبلل شوه، چې د چین او روسيې د اړیکو بڼه یې ټاکلې ده، او دا یې په نښه کړې چې دغه اړیکې د یوه هېواد په ضد هم نه دي او بې طرفه هغه دي، او کوم درېیم هېواد نه په نښه کوي، د متبادل باور او متبادلې ګټې په تر لاسه کولو کې یې نړیوالې ټولنې ته د باور او اعتماد یوه بېلګه وړاندې کړه، په ۲۰۰۱ز کې د پارلمان رئیس (هورونګ) له روسیې څخه لیدنه تر سره کړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې(۶).

 

د ښه ګاونډیتوب او همکارۍ ګډ تړون:

د ۲۰۰۱ز په می کې چین او روسيې د راتلونکو شلو کلو له پاره د ښو دوه  اړخیزو اړیکو تړون لاسلیک کړ. دغه نوی تړون د پخواني هغه ځای ونیوه، چې د (ماوڅې تونګ) او (سټالین) ترمنځ لاسلیک شوی و او په ۱۹۵۰ز کې یې د بدمرغه تړون بڼه غوره کړې وه، د شپږمې عیسوي لسیزې په پای کې ځکه دومره عملي نه و، چې د دواړو هېوادو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې وې.

دغه نوی تړون دشپږمې لسیزې په نیمایي کې د دواړو هېوادو ترمنځ له (ستراتیژیک ګډون) څخه د ملاتړ په پار رامنځته شوی و. چین او روسیه په نوي نړیوال نظام کې د رامنځته شوي بدلون په اړه اندېښمن دي، چې واګي یې د امریکا او اروپایي هېوادونو په لاس کې دي .

په ټولېزه توګه، دغه تړون چې، له ۲۵بندونو څخه رغېدلى په دې توګه دی:(۷)

v                     د امریکا د توغندیو له دفاعي پروژې سره ګډ مخالفت.

v                     د لوېدیځ د (بشري لاسوهنو) له نومونې سره مخالفت، چې ناټو په (۱۹۹۹ز) کې په کوسوا کې پلی کاوه.

v                     د امریکا له نظامي پراختیا سره مخالفت ،چې ټولې هڅې یې  د نړیوال امنیت په زیان دي.

v                     د (یو چین) له نومونې څخه د روسيې ملاتړ او (تایوان) د چین برخه ګڼل.

v                     د دواړو لوریو تر منځ د نظامي همکارۍ پیاوړي کول.

په نظامي اړخ کې، هغه څه چې له بیړنیو نظامي حالاتو سره تړاو لري، دواړو لوریو د نظامي ايتلاف له رامنځته کولو څخه ډډه وکړه، خو په تړون کې راغلي، � د تېري او ګواښ پرمهال به دواړه هېوادونه له یوبل سره بیړنۍ اړیکې نیسي او د ګواښ او یا تېري د لېري کولو لپاره به لاس په کار کېږي� په تړون کې دا هم راغلي چې، دواړه لوري به له زور اوګواښ څخه کار نه اخلي او نه به د ګواښ پر وړاندې اقتصادي بندیزونه کاروي، بلکې د ستونزو او کړکېچ د هواري له پاره به له سوله ییزو لارو چارو ګټه پورته کوي، او یو د بل پرضد به وسله او اتومي تکنالوژي هم نه کاروي. 

 هغه څه چې پر تایوان له بشپړ واک سره تړاو لري

أضف الى مفضلتك
  • del.icio.us
  • Digg
  • Facebook
  • Google
  • LinkedIn
  • Live
  • MySpace
  • StumbleUpon
  • Technorati
  • TwitThis
  • YahooMyWeb

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
التصنيفات : مقالاتي المترجمة | السمات:
أرسل الإدراج  |   دوّن الإدراج  


اكتب تعليــقك
الإسم الذي سيظهر على التعليق
مشتركي مكتوب
اسم آخر